د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د (IHH) موسسې څخه د راستنېدونکو او بېځايه شوو سره د همکاريو غوښتنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۷:۲۲
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد  د سلواغې په (۱۱) په کابل کې د ترکيې هېواد د (IHH) موسسې له رئيس ښاغلي مجاهد کليچ سره ليدنه وکړه.

په ناسته کې چې په مهاجرينو چارو وزارت کې ترسره  شوه، د مهاجرينو چارو وزارت  مسلکي مرستيال وويل، بېځايه شوي د څښاک پاکو اوبو، کار موندنې، روغتيا او  ښوونې او روزنې په برخه کې مرستو ته اړتيا لري او موږ غواړو چې ددې اړتياوو د پوره کولو په برخه کې د (IHH) موسسه د مهاجرينو چارو وزارت سره  همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، ددې لپاره چې راستنېدونکي بېرته مهاجرت ونه کړي اړينه ده، چې دوی ته د کار کولو زمينه برابره شي او د کرنې د ودې او پراختيا له لارې د کار پيدا کول د راستنېدونکو په دوامداره بيا يوځای کېدو کې ګټور ثابتيدای شي.

د (IHH) موسسې رئيس وويل، چې غواړي په بلخ ولايت کې د بېځايه شوو په يوه کمپ کې يو ښوونځی او يوه مدرسه جوړه کړي، چې ددې لپاره د مهاجرينو چارو وزارت همغږۍ او منظورۍ ته اړتيا ده.

نوموړي وويل، دغې موسسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونوکې د اړمنو کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه (۷۵۰) څاه ګانې کېندلي، شاوخوا (۵۰۰) يتمانو سره يې مرستې کړي او ( ۱۵۰۰) کورنۍ ددې موسسې د بېلابېلو پروژو تر پوښښ لاندې نيول شوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته