د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د سمنګان والي سره ليدنه وکړه

Munibullah_Mansoor
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۲۱
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ليندۍ په ( ۶) مه د سمنګان ولايت د والي سره ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د سمنګان ولايت د والي حمدالله فضلي سره، په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د وضعيت او د مرستو د وېش د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د وزارت مسلکي مرستيال د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل په برخه کې د ادارو په همغږۍ په ځانګړې توګه د مهاجرينو چارو رياستونو په همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ.

د سمنګان والي په دغه ولايت کې د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو په پلي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ ويې ويل، چې د مهاجرينو په ښارګوټوکې به د ځمکې د غصب مخه ونيسي.

 په دغه ليدنه کې امنيه قومندا او د مهاجرينو چارو رئيس هم شتون درلود.

همدارنګه د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د سمنګان ولايت د حضرت سلطان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه او (۲۱۶) اړمنو کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له لورې د نغدي مرستو د وېش په مراسمو کې يې ګډون وکړ.

د ويلوده، چې د يادو کورنيو له ډلې ( ۱۲) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۶۰۰) امريکايي ډالره ،( ۴) کورنيو ته (۷۰۰) امريکايي ډالره  او ( ۲۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۷۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.

د وزارت مرستيال د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ادارې کړنې  څېړنه وکړه او د څېړنې په جريان کې يې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست  د کار کوونکو غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته