د مهاجرينو چارو وزارت او دريو موسسو ترمنځ دهمکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۳:۵۹
_

        د ۳۵۸ زره او ۵۵۸ امريکايي ډالرو په ارزښت د مهاجرينو چارو وزارت او درېيو همکارو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د پياوړولو او بدلون له پاره د ژمنتيا موسسې سره د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې ياده موسسه به په  ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ۹۲ زره  او ۶۵۰ ډالره  ۴۵۰  تنو ته عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د ظرفيت لوړونې او د روزنيزو پروګرامونو په تنظيمولو کې لګوي.
د پياوړولو او بدلون له پاره د ژمنتيا موسسه  به يو سلو ۹۸ زره او ۹۰۸ ډالره په کندز ولايت کې ۱۹۲۲ تنو ته د حرفوي زده کړو، کوچنيو سودا ګریو ، د اقتصادي فرصتونو په اړه د پوهاوي، د سيمه ييزو شوراګانو په رامنځته کولو او د داخلي بېځايه شوو د ستونزو په اړه د بحث د ګروپونو په جوړولو لګوي.
په همدې توګه د ماشومانو له پاره د المان کمېټه به ۶۷ زره ډالر په ننګرهار او کابل  ولايتونو کې ۲ زره او ۸۰ کورنيو ته د حرفوي زده کړو او خوراکي توکو د وېش په برخه کې لګوي.
     ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادو موسسو د استازو ترمنځ  لاسليک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته