د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۵:۹
_

د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته د مهاجرينو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د غبرګولي په (۲۸) مه ترسره شوه.
په ناسته کې د قندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمريت د ستونزو  او د مراجعينو سره د مسؤلينو د چلند په اړه د امير المومنين د (۴۱) فرمان د توضيح ترڅنګ،د منځني کال د بوديجې د لګښتونو، په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو ، آمرينو او مديرانو ته د ظرفيت لوړونې، په ولايتونو کې د لمريزې برېښنا د تختو د وېش او هغه خلکو ته د سرپناه د جوړېدو په اړه چې د باميانو ولايت په مغاروکې اوسېږي خبرې وشوې او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته