د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په کراچۍ کې د افغانستان لوی سفارت د قونسل سره وکتل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۵:۵۱
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په کراچۍ کې د افغانستان لوی سفارت د قونسل الحاج مولوي عبدالجبار سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په پيل کې ښاغلي وزير صاحب په کراچۍ کې د افغانستان لوی سفارت قونسل الحاج مولوي عبدالجبار ته ښه راغلاست ووايه
وروسته دواړو په سند ایالت کې د افغان مهاجرو په اوسني وضعيت، د شته ستونزو په هواري،  د حقوقو په تامين، د افغان مهاجرو د عزت او حيثيت په ساتنې، افغان بندیانو په خوشې کيدو، د ويزو او تګ راتګ د اسانتياوو، هيواد کې افغان راستنېدونکو مهاجرو ته د سرپناه، کار او سرمايه ګذارۍ د اسانتياوو په برابرولو، د حج د مراسمو لپاره افغان مهاجرينو لپاره د پروسې په اسانتياوو او يو لړ مهمو مسائلو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته