د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالكبير د پنجشیر د والي حافظ محمد آغا حکیم په مشرۍ د یاد ولایت له یو شمېر سمه ییزو مسوولینو سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۳/۱۶ - ۲۰:۷
-
په دې لیدنه کې د پنجشیرامنیه قومندان قاري احمدالله بدر، د مرافعه محکمې رئیس شیخ عبدالله سدید، د علماوو شورا رئیس شیخ محمود شریفي، د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو او مهاجرینو چارو رئیسانو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم په دغه ولایت کې د اسلامي امارت لخوا د پراختیايي چارو د پیل او ګڼو لاسته راوړنو یادونه وکړه.
ښاغلي والي په پنجشیر کې د کډوالو چارو ریاست د ودانۍ جوړولو وړاندېز له محترم وزیر سره شریک کړ او همدارنګه ښاغلي حکیم
وویل، چې په یاد ولایت کې راستانه شوي کډوال، د دایمي استوګنې په موخه ښارګوټي ته اړتیا لري او له اسلامي امارت څخه یې د یوه ځانګړي ښارګوټي غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي محمد آغا حکیم یادونه وکړه چې په پنجشیر کې لسګونه کورنۍ د استوګنې لپاره ځمکې نه لري او وړاندېز یې وکړ چې د داخلي بېځایه شوو او هغوی چې د کورونو لپاره ځمکې نه لري، ورته یوه سیمه په نظر کې ونیول شي.
ناستې پر دوام د پنجشیر د مهاجرینو چارو رئیس محمد رها ابرار د خپلو چارو په هکله وضاحت ورکړ او د اړوند رياست د ودانۍ او یو شمېر نورو مسايلو په اړه یې له محترم وزیر سره وړاندېزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د پنجشیر سمه ییزو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل، د امنیت او په پراختیایي چارو کې یې د هغوي د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې پنجشیر د اسلامي امارت لپاره ځانګړی ارزښت لري او له هرې ممکنې لارې به د پنجشیر د ولسونو غوښتنو ته رسیدنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې یو شمېر مطرح شوو وړاندېزونو ته به د مهاجرینو چارو وزارت لخوا رسیدنه وشي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت د داخلي بېځایه شوو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شوو کورنیو ستونزو ته رسیدنه د حکومت لومړیتوب دی.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۲۰:۳۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ملي راډیو ټلوېزیون د عمومي رییس ښاغلي قاري یوسف احمدي په ملتیا د راستنو شویو له څو تنو استازو سره وکتل

په دې ناسته کې، چې د کډوالو او راستنو شویو  ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي قاري یوسف احمدي د راستنو شویو د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو هڅې بې سارې وبللې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم له ځینو علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

 

د الوزي قوم دغه مشران او علمای کرام چې د خپل قوم د کډوالو په استازولۍ تشریف راوړی وو، وې وویل چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پوځیانو ظلم او زیاتي زور اخیستی او د کورونو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۴
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې له معین شیخ عبدالرحمن منیر سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په هېواد کې د نشه یې توکو د کښت د مخنیوي او نه کارونې په اړه خبرې وشوې، شیخ عبدالرحمن منیر وویل، چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او پر وخت پرېکړې د نشه يي توکو د. . .

بېرته خبرونه ته