د مالي او اداري برخې کار کوونکو ته روزنيز ورکشاپ ترسره شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۳:۱۶
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مرکزي رياستونو د مالي او اجرايوي برخې کار کوونکو ته د بوديجې او د هغه د لګښتونو او مهارتونو په اړه روزنيز ورکشاپ ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې چې د بشري سرچينو رياست له لورې د يوې وروځې لپاره ترسره شو، د بوديجې،د عادي او پراختيايي بوديجې، د بوديجې د ترتيب، لګښت، بېلابېلو مالي فورمونو، د معاشونو د اجرا، اندازې، ماليې، د وخت څخه د ګټې اخيستنې او د هغه د محدوديت، د اداري لګښتونو سمه او اغېزمنه ګټه اخيستنه، د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي او د بوديجې اړوند يوشمېرو موضوعاتو په اړه د جهان پوهنتون د استاد له لورې معلومات وړاندې شول.

ورکشاپ د ګډنوالو د سوالونو په ځوابولو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته