د ظرفيتونو پر لوړولو جدي ټينګار؛
د کډوالو وزارت سرپرست او نوماند وزير وايي، زموږ اداره د پلان پلي کولو لپاره روښانه پلان لري، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير نور الرحمن اخلاقي د بېرته راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو لپاره د المان دهمکارې ادارې سره په همغږۍ غونډه کې اعلان وکړ چې دوی د ادارې د کاري ځواک ظرفيت لوړولو لپاره روښانه پلانونه لري.
هغه په وزارت کې د مهاجرت د مطالعاتو انستيتيوت رامنځ ته کولو هڅې وستايلي او دکارمندانو د ظرفيت لوړولو غوښتنه يې وکړه،
له بل لوري ښاغلي اخلاقي وويل د وزارت او په ولايتونو کې د کډوالو د اداروسره دهمکارو ادارو سمه او هر اړخيزه همغږي دکار د ښه کولو اوخلکو ته د خدمت په لاره کې مهمه مسله ده.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات سرپرست او نوماند وزير ددغه وزارت او بنسټونو ترمنځ په هوکړه ليکونوکې د ستونزو يادونه وکړه او په ولايتونو کې يې دکډوالو چارو رياستونو له رئيسانو وغوښتل چې په رياستونو کې شته ستونزې او ننګونې په ګوته کړي ترڅو داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته دخدمت سبب شي.
همدارنګه هغه دمرکزي او ولايتي ادارو د کارکوونکو څخه وغوښتل چې دکمو امکاناتو څخه ښه ګټه پورته کړي او خلکو ته دنورو ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره دپخوا په پرتله لا ژمن وي.
