د داوطلبۍ اعلان!

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، چې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د وزارت د دفترونو لپاره د د اړتیا وړ موبل فرنیچر، کوټ بند او بوټ دانۍ د تدارک په پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه د فلش ډیسک له لارې د تدارکاتو له آمریت څخه یا د ملي تدارکاتو ریاست له ویب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي.
خپل وړاندیزونه د شرطنامې له شرایطو او د عقودو د قانون مطابق د بیع مطلق (موجل) له اصولو سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۴ لمریز کال د ۹مې میاشتې پر ۲۹مه د شنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ پورې د تدارکاتو آمریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپارئ. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي وړاندیزونه نه منل کېږي.
د وړاندیز تضمین په بانکي تضمین کې د ۶۵ زره (پینځه شپېته زرو) افغانیو په اندازه دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۴ لمریز کال د ۹مې میاشتې پر ۲۹مه د شنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو، د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

موضوع: د وزارت د دفترونو لپاره د دفتري وسایلو: ایرکنډېشن، واټر کولر او یخچال د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

 

موضوع: د وزارت لپاره د ای ټي وسایلو، لکه: ډسکټاب کمپيوټر، لپټاب، پرنټر او د سرمیزي ټليفون د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطل . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۳
Background image

د داوطلبۍ اعلان

 

موضوع: د وزارت د برېښنايي حاضرۍ دستګاه او ټکنالوژي وسایلو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ  اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ب . . .

Back to tenders