د جاپان سفیر د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۵
-

په افغانستان کې د جاپان سفير ښاغلي تاکایوشي کورومایا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د جاپان هېواد د بشري مرستو پر بهیر او څرنګوالي خبرې وشوې.
ښاغلي کورومایا په خپلو خبرو کې له پاکستانه د راویستل شویو مهاجرینو د ښه مدیریت له امله د مهاجرینو چارو وزارت د فعالیتونو ترڅنګ، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت، اداري فساد او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.
نوموړي وویل: جاپان اراده لري، چې له افغانستان سره خپلو خبرو او اړیکو ته په لوړه کچه دوام ورکړي، هغه له افغانستان سره د پخوانیو مرستو یادونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دغه هېواد مرستې به دوام ومومي.
د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته په بېلابېلو برخو کې د جاپان د بشري مرستو مننه وکړه.
ښاغلي حقاني د راستنو شویو مهاجرینو او داخلي بېځایه شویو پر ستونزو او اړتیاوو رڼا واچوله او د مهاجرینو لپاره د سرپناه، پوهنې، روغتیا، حرفوي زدکړو او کاري فرصتونو په برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته