د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اراده لري چې د (د ۵۲ قلمه پرزو، فلټر باب او د اتبلو اوبو د تدارک او تهیه کولو په موخه د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره) تړون، د صدیق احمدي لمتید شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۰۱۰۱–۲۰۴۴۸) ده او په کابل ښار کې د قوای مرکز په سیمه کې موقعیت لري، د ۹۰۴٬۲۰۰ (نه‌ سوه او څلور زره او دوه سوه افغانیو) په مجموعي بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د دلیلونو سره یو ځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد کې د جنگلک فابریکې تر شا موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وسپاري.

یاده خبرتیا د تړون د عقد معنا نه لري، او تر هغه چې یاد مهلت بشپړ نه شي او قانوني مراحل پوره نه شي، تړون به نه‌لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د داوطلبۍ اعلان!

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، چې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د وزارت د دفترونو لپاره د د اړتیا وړ موبل فرنیچر، کوټ بند او بوټ دانۍ د تدارک په . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۵
Background image

اعلان داوطلبی


وزارت امور مهاجرین و عودت‌کننده‌گان از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی تهیه و تدارک موبل فرنیچر، کود بند و بوت دانی برای دفاتر مورد ضرورت وزارت در سال مالی ۱ . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال د فاضلابو تصفیې خونې د جوړولو د داوطلبۍ اعلان!

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د فاضلابو د تصفیې خونې د جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه د . . .

Back to tenders