د برنامو په پراختيا ټينګار؛د کډوالو  وزير وايي د بيا يوځای کېدو فعاليتونه بايد د امکان ترحه دوامداره وي

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۹:۵۷
____________

پنجشنبه د ليندۍ ۱۳مه

د لوږې لپاره د نړوال سازمان (WHH) له رئس سره په کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي وويل: (( ټولې هغه پروژې چې د راستنېدونکو او د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په برخه کې پلي کيږي بايد پرمختيايي او دوامداره وي)).

ښاغلي اخلاقي له ايران او پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېرته په اشارې سره وويل: راستنېدونکو بايد د کافي ژوند، زده کړو او روغتيايي اسانتياو د نشتوالي له امله بېرته له هېواد څخه ونه وځي، نو له همدې امله بايد هڅې وشي چې د وزارت او همکارو موسسو ټولې برنامې او فعاليتونه د راستنېدونکو او بېځايه شوو وګړو د بيا يوځای کولو لپاره کافي ظرفيت او کيفيت ولري.

سربېره پردې، هغه د کډوالۍ او بېځايه کېدنې، د پېښو څېړنې او کارباندې ټينګار وکړ او د ظرفيتونو لوړولولپاره يې  په دې وزارت کې د بېځايه شوو او کډوالو د مطالعې د انستيتيوت د جوړېدو خبر ورکړ.

په پاي کې د (WHH) نړيوال سازمان رئيس  ژمنه وکړه چې دکډوالو وزارت سره به خپلو پخوانيو همکاريو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د كډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او مخورو روحاني بابا ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو د وضعیت او مېشتېدو په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
دغو مخورو وویل، چې راستانه شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره وکتل.

آغلې ميهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې د مالي سرچینو د کمښت سربـــېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
ن. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .

بېرته خبرونه ته