د المان د پارلمان ستر سلاکار د مهاجرینو وزارت له مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۲۰:۲۸
-

د افغانستان په اړه د آلمان د پارلمان د دوو څارونکو کمیسیونونو ستر سلاکار پروفیسور هنس دوبه او مل پلاوي د مهاجرینو وزارت له مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد سره د ده په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي دوبه وويل: افغانستان ته زما د سفر موخه دا ده، چې حقیقتونه له نږدې ووینم او د المان خلکو ته يې ور ورسوم او د دغه هېواد له واقعيتونو څخه ولس ته خبر ورکړم، په المان کې ډېرې شبکې لېواله دي، چې له ما سره مرکه وکړي او د افغانستان حقیقتونه بیان کړم.

زه هڅونه کوم، چې خلک راشي او دا ښکلی هیواد له نږدې وګوري.

هغه وویل: د ۲۰۲۱ کال له بدلون وروسته زرګونه کسانو آلمان ته پناه وړې ده، هغوی وايي ژوند یې له خطر او ګواښ سره مخ دی، د دغو کډوالو له جملې څخه به یې ځینې قبول شي، خو ځینې نور ښایي له آلمان څخه وتلو ته اړ شي.

مسلکي مرستیال زیاته کړه، خوښ یم چې تاسو حقایق له نږدې وینئ او انعکاس کول یې غواړئ، ترڅو په بهر کې خلک خبر شي چې اسلامي امارت له فتحې وروسته د بښنې فرمان عملي کړی او هېچاته ځور او اذیت نه رسېږي.

موږ د شريعت له اصولو سره سم کار کوو، هېڅکله مو د امير د حکم خلاف کار نه دی کړی او نه څوک ځورول شوي.

ښاغلي راشد وویل: موږ د المان له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې افغانان په جبري توګه و نه باسي او که هغوی په خپله خوښه راستانه شي، موږ به یې هرکلی او ملاتړ وکړو او په دې برخه کې د المان له حکومت څخه د همکارۍ غوښتونکي یو.

پروفیسور دوبه زیاته کړه، ستاسو پیغام به د برلین پارلمان ته ورسوم، د آلمان حکومت او خلکو ته به قناعت ورکړم او هغوی ته به حقیقتونه او د سترګو لیدلی حال ووایم، چې له تاسو سره همکاري وکړي.

په دې ناسته کې د وزارت د مقام او د پلان او پالیسۍ رییسانو هم ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو چارو وزارت او افغان ها برای حمایت از معارف موسسې تر منځ د ۴۴ زره او ۷۳۸ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په بلخ کې ۲۱۶ راستنو شویو کورنیو او کوربه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د راستنو شویو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک) فعال شو

په مهاجرینو چارو وزارت کې د دغه وزارت د مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک)  فعال شو.
ښاغ. . .

بېرته خبرونه ته