دکډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د سمنګان والي سره د داخلي بېخايه شوو او راستنېدونکو په ګډ مديريت خبرې وکړې

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۱:۱۴
احمد ولی حکمی

دکډوالو او ارستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي د يو پلاوي په مشرۍ سمنګان ولايت ته د کډوالو چارو رياست د فعاليتونو دڅارنې او په هغه ولايت کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت د څارنې په موخه سفر کړی او د دغه ولايت دوالي عبدالطيف ابراهيمي سره  يې په دې اړه خبرې اترې کړي.

دغه ليدنه دلړم په ۶مه د سمنګان ولايت مقام کې ترسره شوه، چې پکې حکمي وويل، د سمنګان ولايت دکډوالو چارو آمريت اداري ودانۍ په ۱۳۹۹ کال کې د کډوالو چارو وزارت په پلان کې شامله ده. تمه کيږي  او هغه  ۹۵ زره کورنۍ چې په ژمي کې ور سره مرستې کيږي سمنګان ولايت مو هم په پام کې نيولی دی.

ښاغلي حکمي وويل، د سفر موخه مو د ولسشمرۍ ماڼۍ دحکم په اساس ددغه وزارت د ولايتي رياستونو دکارونو بياکتنه، د بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت څرنګوالی او مرستندويه ادارو او وزارت ترمنځ د همغږيو رامنځ ته کول دي.

هغه زياته کړه کډوالو چارو وزارت  په ۱۳۹۹ کال کې په پنځو  ولايتونو کې  د ولايتي رياستونو د اداري ودانيو د روغولو چارې په پام کې لري، چې سمنګان ولايت هم په دغه پلان کې شامل او رغوي يې.

نوموړي د کډوالو د مديريت په برخه کې د سمنګان ولايت دهمکاريو څخه مننه وکړه ويې ويل، د وزارت د ثبت شو شمېرو په اساس په سمنګان ولايت کې ۲۰۰۰ بېځايه شوي کورنۍ ژوند کوي، چې اړمنو سره به په ژمي کې مرستې ترسره شي.

په ورته وخت کې د سمنګان والي په راتلونکي کال کې د رياست د ادارې ودانۍ د رغولو او بېځايه شوو سره د مرستو او پاملرنې څخه مننه وکړه  ويې ويل، ولايت مقام دکډوچارو آمريت او همکاريو ادارو سره د سرپناه اوبرېښنا، دمرستو وېش، دڅښاک اوبو چمتوکولو او دحرفوي زده کړو ستکورنوکې  د بېځايه شوو  او راستنېدونکو د ژوند دشرايطو د ښه کولو لپاره پراخې هڅې کړي.

نوموړي هيله ښوده، چې کډوالو چارو وزارت د کډوالو هستوګنې ځايونه ته د اوبو چمتوکولو او د قانون سره سمې ځای پرځای کولو کې همکاري وکړي او بېرته راستنېدونکو او بېځايه شوو کسانوته چې مرستو ته اړتيا لري مرستې ورسره ترکړي.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د سمنګان ولايت مقام د غوښتنو دعملي کېدو  په برخه کې دهمکاريو ډاډ ورکړ او د مرستو دوېش په رڼتيا ( شفافيت) يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

بېرته خبرونه ته