دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۸ - ۱۱:۲۴
مولوی خلیل الرحمن حقانی، سرپرست وزارت امور مهاجرین وعودت کننده گان

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير مولوي خليل الرحمن حقاني نن پنجشنبه دوږي په ۱۸مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دياد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

ياده غونډه چې د اسلامي امارات د رهبرۍ شورا دغړي شيخ الحديث محمد شريف حقاني، قومندانانو، مجاهدينو او د وزارت مسؤلينو په شتون کې د ياد وزارت دغونډو په تالار کې د قران الکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته قومندان ارسلاخان خروټي دغونډې په پرانيستې ويناکې د شوروي اتحاد، دامريکا اودهغوی د شريکانو دتيري او د دوی پروړاندې د مجاهدينو د قربانيو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې د يادو شوو پېښو له امله زموږ زرګونه هېوادوال کډوال شوي.

هغه زياته کړه د اسلامي اماراتو په بريا سره به افغان کډوال په باعزته توګه خپل هېواد ته راستنېدونکي دي او هيله ده چې کډوالو چارو وزارت دهغوی د بېرته باعزته راستنېدنې په برخه کې شته ستونزې حل او په دې برخه کې ګړندي ګامونه واخلي.

ورپسې شيخ القرآن مولوي محمد مسلم حقاني نظام د بدلون او اسلامي امارات د بريا او په ټولنه کې د فساد په اړه خبرې وکړې او هيله يې وښوده چې دکډوالو چارو وزارت دکډوالو بېرته راستنېدنې اودهغوی د ستونزو په برخه کې رغنده ګامونه واخلي.

وروسته محترم شيخ القرآن والحديث محمد شريف حقاني د اسلامي امارات د رهبرۍ شورا غړي، محترم مولوي خليل الرحمن حقاني د کډوالو چارو وزارت کارکوونکو ته د سرپرست په توګه ور وپېژند او د اسلامي امارات د مجاهدينو د بريا او ددوی له لورې د عمومي عفوې په اړه وضاحت ورکړ.

هغه هيله وښوده چې د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير او همکاران به يې وتوانېږي چې ميلينونه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د پام وړ خدمات وړاندې کړي.

په دغو مراسموکې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير مولوي خليل الرحمن حقاني په خپلو خبروکې د اسلامي امارات له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې نوموړی يې د کډوالو چارو وزارت د سرپرست وزير په توګه وټاکه.نوموړي زياته کړه چې دغه بست يو لوی مسؤليت دی او په رښتيا چې هغه څوک چې په دې بست کارکوي يو آمرنه بلکې يو خدمت ګار دی، زه ژمنه کوم چې دخلکو او په ځانګړې تو ګه د کډوالو خدمت ګار او د ددې وزارت دمسؤلينو او کارکوونکو په همکارۍ به خدمت کوم.

ښاغلي حقاني زياته کړه چې يو شمېر افغان کډوال د بېلابېلو هېوادونو په زندانونوکې بنديان دي،چې په لومړي قدم کې به دخپلو نړيوالو همکارانو او نړيوالو اصولو په چوکاټ کې د دوی د ازادۍ لپاره ګام واخلم.

هغه زياته کړه چې دنړيوالو همکارانو په مرسته به  هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنېدو پرمهال هغوی ته د سرپناه او نورو خدمتونو برابرولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي.

همداراز ښاغلي حقاني دخپلو خبرو پرمهال دښو او غوره خدمتونو په برخه کې ستاسې او د نورو هېوادوالو ښو نظرياتو او وړانديزونو ته سترګې په لاريم او د وزارت د روازه به د ټولو هېواد والو پرمخ خلاصه وي.

هغه د وزارت دکارکوونکو او مسؤلينو څخه وغوښتل چې دخدای ج رضاء، وطن  او کډوالو ته دخدمت په برخه کې هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

په پای کې شيخ القرآن والحديث حضرت مفتي محمود ذاکري دکډوالو او راستنېدونکو په اړه دخپلو خبرو پرمهال وړانديز وکړ چې په هر ولايت کې دې کډوالو لپاره يو ښارګوټی جوړ شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره نږدې د یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو او بېځایه شویو ته په هېواد کې د زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په موخه، له سازمان خدمات مهاجرین، بشري صلح سازان افغان او سازمان شرکای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

بېرته خبرونه ته