دهرات ولايت دکډوالو د سعادت ښارګوټي تطبيقي پلان دکډوالو چارو او ښارجوړونې وزيرانو له لخوا لاسليک شو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۱۱:۴۲
پلان تطبیقی شهرک مهاجرین سعادت ولایت هرات توسط وزرای مهاجرین و شهرسازی امضا شد

ددغې پلان پر اساس چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د وري په ۲۸مه د کډوالو، ښارجوړونې او د ځمکو اصلاح ادارې د وزيرانو له لورې لاسليک شو، ۱۰ زره او ۱۵۲ راستنو شوو کورنيو ته به پکې د سرپناه زمينه برابره شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير سيدحسين عالمي بلخي ددغه پلان د لاسليک پرمهال وويل، په ټول هېواد کې ۵۰  زره بېځايه شوو کورنيو لپاره ځمکه چمتو ده، مخکې دغې وزارت ته انتقال شوې چې د جمهوري رياست د فرمان د تعديل پر اساس يې دوېش لړۍ درېدلې.
دکډوالو چارو وزير د ښارجوړونې او دځمکو د اصلاح ادارې څخه وغوښتل، چې دغه ځمکې د ځمکو په بانک کې شاملې او راستنېدونکو ته يې ووېشي، هغه وويل چې په کندهار ولايت کې ۱۲۰۰ نمرې وېش ته چمتو دي چې دکډوالو چارو وزارت يې د اوبو رسونې شبکه هم بشپړه کړې او دهغه ولايت څخه تر لاسه شوي راپور پراساس د يادو ځمکو د نه وېش په صوت کې ددغو ځمکو د غصب امکان شتون لري.

هغه د ښارجوړونې له وزارت څخه وغوښتل چې د ښارګوټو د بنسټيزو ستونزو دحل په موخه دې  د کډوالوپه ښارګوټوکې  تخنيکي څېړنو ته لومړيتوب ورکړي.

د ښارجوړونې وزير جواد پيکار او د ځمکو د اصلاح ادارې  مسئولينو معلومات ورکړل، چې د جوړ شوي پلان پر اساس دکډوالو سعادت په ښارګوټوکې  شنې سيمې، عامه خدمتونه او صنعتي ښارګوټي په نظر کې نيول شوي چې د ډنمارک هېواد په مالي ملاتړ جوړيږي.

دهغه په وينا دهرات ولايت دکډوالو سعادت ښارګوټي سربېره په کابل کې ۲۰۰۰ نمرې، په ننګرهار کې ۴۰۰۰ نمرې، چې په درېواړو ولايتونوکې ټولې ۱۶۰۰۰ نمرې کېږي د شورا پروګرام له لورې راستنېدونکوته وېشل کېږي او په نښه کولو کمېټې مشري دښارجوړونې او ځمکو داصلاح اداره او د اړمنو پېژندنې  کمېټې مشري د کډوالو چارو وزارت په غاړه لري، چې دکډوالو چارو وزارت له لورې د اړمنو پېژندلو وروسته کډوال  د ښارجوړونې وزارت څخه خپلې ځمکې ترلاسه کولای شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۵۹
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د کنسرن جهاني موسسې سره د ۱۶۵ زره ۱۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په تخار ولایت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌ العابدین عابد سره وکتل.

 په دې ناسته کې چې په نورستان کې د راستنو شویو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي زین العابدین عابد د کډوالو چارو له محترم وزیر څخه د نورستان د کډوالو او راستنو شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

بېرته خبرونه ته