دبلخ ولايت يوشمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو،ځوانانو او مدني فعالانو دکډوالو چارو له وزير سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۲:۱۱
بلخ

Bottom of Form

دبلخ ولايت يوشمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو،ځوانانو،فرهنګيانو او مدني فعالانو د تېرې جمعې په وځ د غبرګولي په ۲۴مه په بېلابېلو ليدنو کې بلخ ولايت ته دکډوالو چارو وزير د راتګ له امله ښه راغلاست ووايه.

دوی بېځايه شوو او راستنو شوو ته د خدمتوو وړاندې کولو په برخه کې دکډوالو چارو وزير کړنې وستايلې او د بېځايه شوو او راستنېدونکووضعيت ته د رسېدنې او نورو بېلابېلو مسايلو په اړه خبرې اترې وشوې.

د شمال ځوانانو بنسټ غړو، چې دکډوالو چارو له وزير سره يې ليدنه لرله، بېځايه شوو او راستنېدونکو ته دښو خدمتونو له امله يې دکډوالو چارو وزير کړنې په يوه ستاينليک سره وستايلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته