حقاني: صورت او سيرت باید د اسلامي شريعت مطابق جوړ کړئ

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۰ - ۲۲:۳
_

دغه څرګندونې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د پکتيا ولايت، شواک ولسوالۍ د ابراهيم خېلو قوم، د اقصی جامع جومات د جوړېدو د بنسټ ډبرې د کېښودو په مراسمو کې وکړې.
هغه له ګډونوالو او د ماشومانو له والدينو وغوښتل چې د ورورولۍ، دوستۍ، اخلاص او اعتماد په روحيې سره ګډ ژوند ته دوام ورکړي او خپل اولادونه په اسلامي او انساني روحيه وروزي، ديني زده کړې پرې وکړي او صورت اوسيرت باید د اسلامي شريعت مطابق جوړ کړي.
ښاغلي حقاني وویل، موږ هڅه کوو، چې په دغه ولایت کې ټولې بنسټيزې پروژې لکه، روغتيايي مرکز، ښوونځی، سرکونه، پلونه او پلچکونه، چې نيمګړي پاتې دي له اړونده ادارو سره په ګډې همغږۍ او همکارۍ بشپړ کړو.
د ویلو ده، چې اقصی جامع جومات د پکتيا ولایت دشواک ولسوالۍ د ابراهیم خېلو قوم له لورې په شاوخوا ٥ بیسوې ځمکه کې په پوخ او اساسي ډول جوړيږي، چې د ښاغلي حقاني له لورې ورسره پېنځه لکه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د مسجد اقصی د بنسټ ډبرې د کېښودو په مراسمو کې د افغانستان د زندانونو چارو نظامي مرستیال قاري حبیب الله بدر، د پکتيا ولايت شاروال مولوي سید نظيم، دشواک ولسوالۍ ولسوال، ځوانان، سپین ګیري او قومي مشرانو هم ګډون درلود

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته