افغانستان له لورې دکډوالۍ کمېټې د پاکستان او افغانستان د سولې او يوځایوالي لپاره دعمل سند ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۳:۱۴
جلسه جانب افغانستان کمیته مهاجرت سند عمل افغانستان و پاکستان برای صلح و همبستگی دایر گردید

دغه ناسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په مشرۍ، چې  د افغانستان او پاکستان دعمل سند مسئوليت هم په غاړه لري ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د تلې په ۱۳مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، دملي امنيت د شورا دفتر، دملي امنيت رياست، کورنيوچارو وزارت او  د نفوسو داحوالو دثبت ادارې استازو شتون درلود د ACC کارتونو دوېش او افغانستان ته دکډوالو د ثبت شوې ډېټا د لېږد د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.

دپناه غوښتونکو مرستيالې معلومات ورکړل،چې تر اوسه ۵۵۷ زره او ۶۹۷ تنو هغه افغان کډوالو ته چې د کډوالۍ قانوني اسناد يې نه درلودل  د ACC کارتونه وېشل شوي دي، چې په وېش سره يې د کډوالو د ځورونې او جبري وېستلو څخه مخنيوی شوی، چې  په پاکستان کې دکډوالو په برخه کې دافغان حکومت د غوره لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

همدا رنګه د نفوسو د احوالو دثبت ادارې استازی چې تازه له پاکستان نه راستون شوی له پاکستان سره يې د خبرو اترو په اړه چې د ډېټا دلېږد په اړه کړي وويل، پاکستان د افغانستان د کډوالو دثبت شوې ډېټا په اړه غوښتنې ته مثبت او واضيح ځواب نه دی ورکړی.

په ياده ناسته کې هوکړه وشوه، چې د افغان پلاوي د سفر راپور به ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو اړوندو ادارو ته وړاندې شي.

د ويلو ده چې له تېر ژمي څخه تر اوسه دوه ځلې افغان پلاوی پاکستان ته تللی؛ خو تر اوسه د کډوالو ثبت شوې ډېټا لېږد نه دی ترسره شوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو د اتشو له مسوولینو سره وکتل.


په پاکستان کې د کډوالو چارو د اتشو استازو او مسوولینو په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په هکله راپور له محترم وزیر سره شریک کړ او په پاکستان کې یې د کډوالو په. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۸ - ۲۰:۴۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

بېرته خبرونه ته