افغانستان داسې شخصیتونو ته اړتیا لري، چې د شریعت له تقاضاو او د ملت له اړتیاو خبر وي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۵:۲
=

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د عبدالله بن مسعود ـ رضي الله عنه ـ جامعې د افتاء او قضاء د تخصص په فراغت غونډه کې وویل، افغانانو ۴۰ کاله دداسې ورځې هیله درلوده، چې دداسې نظام درلودونکي ووسي، چې پریکړې یې په قال الله او قال الرسول وي او نن دغه هیله پوره شوې ده، اوس دداسې شخصیتونو روزولو ته اړتیا ده، چې د اسلامي شریعت له غوښتنو او د ملت له اړتیاو خبر وي
ښاغلي حقاني وویل، محکمه په نظام کې د سر حیثیت لري، که محکمه قوي او با اختیاره وي، مسلکي اشخاص ولري او پریکړې یې د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نو عدالت به قایم او هېواد به پرمختګ وکړي
نوموړي په اتحاد او یووالي ټینګار وکړ، او ویې ویل، د جمات، مکتب، پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن باید له منځه یوړل شي، علماء باید جذباتې پرېکړې ونکړي
ښاغلي حقاني د جامعې ټولو استاذانو او فارغانو ته ددغه ویاړ مبارکي وویله او د بریالیتوب دعا یې ورته وکړه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته