په ننګرهار ولايت کې له زرو زیاتو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

پرون یکشنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د غويی میاشتې په ٢١مه نېټه، په ننګرهار ولايت کې ۱۱۸۸ بېرته راستانه شویو کورنيو ته،نغدې مرسته ووېشل شوه.
يادې کورنۍ چې مخکې په کوټ، رودات، دره نور، کوز کنړ او بهسودو ولسواليو کې پېژندل شوې وې، د دې وزارت د همکار بنسټ له لوري هرې يوې کورنۍ ته ۱۱۲۴۶ افغانۍ مرسته ورکړل شوه.