په لغمان ولایت کې نویو راستنېدونکو کورنیو ته د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بیړنۍ غونډه وشوه

د وري په 10 مه نېټه د لغمان ولایت د والي په مشرۍ د سیمه ییزو ادارو د استازو په ګډون بیړنۍ غونډه تر سره شوه، ترڅو له پاکستان څخه د نویو په زور راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته لومړني خدمتونه وړاندې شي.
د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني وویل: موږ دا غونډه د هغو کورنیو له پاره جوړه کړې چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په زور اېستل شوي دي، ترڅو دوی ته د سمدستي بیامېشتېدنې فرصت چمتو کړو.
هغه همدارنګه سپارښتنه وکړه چې د اړوندو ادارو چارواکي دې د کډوالو ټولې ستونزې په پام کې ونیسي او په وخت سره یې دې حل کړي.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو رييس مولوي غلام رحمان بلال، د ولایت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې دوی د راستنېدونکو کورنیو سره همکارۍ ته چمتو دي او د هغوی د خدمت له پاره به له ټولو شته اسانتیاوو څخه کار واخلي.
همدا راز د نورو ادارو چارواکو د امنیت، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، بیړنیو مرستو رسولو، خیمو او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې، د یاد ولایت د مهاجرینو چارو د رييس په مشرۍ یوه شپږ کسیزه کمېټه جوړه شوه تر څو راستنېدونکو کورنیو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي