په سرپل ولایت کې لسګونو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوې

sadam_morr

د وري میاشتې په ۳مه نیټه په سرپل ولایت کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د جبري راستنیدونکو ۴۱ کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوې.
یادې شوې کورنۍ، مخکې د مهاجرینو امریت له لوري پېژندل شوې وې.  دا مرستې په څلورو برخو ووېشل شوې، چې ځینو کورنیو ته  ۲۳ زره افغانۍ، ۱۵ زره افغانۍ، ۱۰ زره افغانۍ او ۸ زره افغانۍ وې، چې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوې.