تېره میاشت کې نږدې ۴۰ زره کورنیو سره مرسته شوې

تېره سلواغې میاشت کې نږدې څلویښت زره بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو او مستحقو کورنیو سره د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري مرستې شوې دي.
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو د معلوماتو له مخې په کابل، ننګرهار، بادغیس، اروزګان، کندوز، بغلان، بامیان، کندهار، فراه، سرپل، لغمان، سمنګان، فاریاب، خوست، بدخشان، غور او دایکندي ولایتو کې ۳۸ زره ۵۴۶ کورنیو سره د ځینو همکارو بنسټونو په همکارۍ مرسته شوې ده.
سرچینو زیاته کړې چې ووېشل شویو مرستو کې د خوراکي، نغدي پیسو، روغتیایي، پخلنځي، کاري وسایلو، کمپلو او ژمنۍ جامو کڅوړې وې، چې د مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوې دي.
دغه راز همهماله په همدې تېره سلواغې میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۴۴ زره او ۳۲۲ اړمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرسته وېشل شوې.
دغه کسان وړاندې د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري اړمن پېژندل شوي وو او د وزارت د همکار بنسټ نغدي مرستې او د خوارځواکۍ کڅوړې یې ترلاسه کړې دي.