د بشري مرستو د همغږۍ ادارې استازي د غور د مهاجرینو چارو آمر سره وکتل

sadam_morr
-
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې استازي بلال دولت د سلواغې پر ۲۳ مه د غور ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له آمر انجنیر میر احمد مصمم سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي بلال د روان کال د بشري اړتیاوو پلان د غور له والي سره د مهاجرینو چارو آمر ته وړاندې کړ.
دغور ولايت د مهاجرينو آمر دبې ځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو د بنسټي اړتياوو په اړه خبرې وکړې او له همکارو بنسټونو څخه يې ورته د رسېدنې غوښتنه څرګنده کړه.