د مهاجرينو چارو سرپرست وزير، په لغمان کې د راستنېدونکو له لنډمهاله کمپونو څخه لېدنه وکړه

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د ليندۍ په ۱۵ مه لغمان ولايت ته په کړي سفرکې په دې ولايت کې د راستنېدونکوله لنډمهاله کمپونو څخه هم لېدنه وکړه.
ددې ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي حبيب الرحمن ارباب په يادو کمپونو کې د اجباري راستنېدونکو کورنيو لپاره د لنډمهاله او دايمي سرپناه ستونزې له سرپرست وزير سره شريکې کړې.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير په يادو کمپونو کې د ستونزو د حل او هغو ته د غوره رسېدنې په موخه د لا زياتې همکارۍ ډاډ ورکړ.