بلخ کې سلګونه راستنېدونکو کورنيو سره مرستې وشوې

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې۴۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د ليندۍ په ۵ مه د خوراکي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې ؛ هرې کورنۍ ته ۳ قلمه خوراکي توکي د ترکيې هېواد اړوند شفقت او نصرت الانسان مؤسسو په مالي مرسته د دې ولايت د بېړنيو حالاتو د کمېټې ترڅارنې لاندې ووېشل شوې.
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رئیس په خبره، تر اوسه یې ۲ زره او ۵ سوه کورنۍ چې ۸ زره تنه کېږي اجباري راستنېدونکي په دې ولايت کې ثبت کړي دي.