لغمان کې د اجباري راستنېدونکو سره د مرستو او لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه

د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ د په دغه ولايت کې د اجباري راستنېدونکو سره د مرستو راسټولو او د لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه د دغه ولايت د والي په مشرۍ د يوشمېر اړوندو حکومتي ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون د لړم په ۳۰مه ناسته ترسره شوه.
د لغمان ولايت والي د ناستې له ګډنوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د مهاجرينو سره د مرستو رسولو او استوګنې لپاره لازم چمتوالی ونيسي او لا زياته هڅه دې وکړي. هغه همدارنګه د بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې لازمې مرستې دې لا زياتې کړي.
مرستيال والي وويل، خلک بايد له اجباري راستنېدونکو سره د امکان تر حده پورې همکاري وکړي، تر څو هغوی وکولی شي، چې په وطن کې په ارامه سره ژوند وکړي.
همدارنګه د مؤسسو استازو ډاډ ورکړ،چې د نوو پلان شوو برنامو پر اساس يې زياتې مرستې راستنېدونکو ته ځانګړې کړي او ډېر ژر به له سروې ورو سته مرستې ورسپاري.
د ويلو ده، چې تر اوسه پورې ۲ زره او ۳۵ اجباري راستنېدونکي لغمان ولايت ته راستانه شوي، چې په مرکز او ولسواليو کې په بېلابېلو کمپونو کې ځای پرځای شوي دي.