پکتيکا کې له ۱۰۰ زياتو اجباري راستنېدونکو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د پکتيا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۱۰۳ اجباري راستنېدونکو ته د لړم په ۲۰مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د لاسري عالي کميسېون د خدماتي کمېټې له لوري هرې راستنېدونکې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې د يادې کمېټې له لوري ۱۰ تنه مريضان روغتون ته ور پېژندل شوي او ۵۰۰ اجباري راستنېدونکو ته پاخه شوي خواړ وېشل شوي.
همدارنګه ۶۰ کمپلې، ۶۰ بالښتونه، او ۶۰ توشکې اخيستل شوې او ۳۰ خونې فرش شوې او د پخلنځي وسايل هم د انګور هډې ته استول شوي دي.