د پاکستان څخه له دولس زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

له پاکستان څخه د لړم په ۱۸مه او ۱۹مه ۱۲زره او ۶۷۵ تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ  يو  زره او   ۵۵۲کورنۍ، چې ۹  زره او ۴۰  تنه کېږي او ۱۵ تنه نور ازاد شوي افغانان له دې لارې او د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ ۶۶۹ کورنۍ، چې درې زره او ۵۳۹ تنه کېږي په جبري توګه د تورخم له لارې  هېواد ته راستانه شوي دي.
همدارنګه ۱۲ نورې کورنۍ چې ۸۱ تنه کېږي د هلمند ولايت د بهرامچې ولسوالۍ څخه راستانه شوي.
سرچينې زياتوي، چې يادو کورنيو سره د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې او د نورو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.