پروان ولايت  ته  پنځه سوه اجباري راستنېدونکي راستانه شول

anwari_morr

د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د لړم په ۱۴مه په دغه ولايت کې په تېرو شپږو ورځو کې د ۵۰۰ اجباري راستنېدونکو د راستنېدو خبر ورکړ.

 د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي امان الله مجاهد وويل: يادې کورنۍ ايران او پاکستان په جبري توګه اېستلي او دې ولايت ته راستانه شوي دي.

مجاهد وويل: چې له يو شمېر مؤسسو سره په همغږۍ به د يادو کورنيو سره په نږدې راتلونکي کې مرستې ترسره شي.