له پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې ۷۶۰ تنه افغان مهاجر د وږي په ۲۵ مه هېواد ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې۱۲۰ کورنۍ، چې۷۶۰ تنه کېږي له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې، چې د ثبت او راجستر وروسته ۴۷۰ تنه يې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي، يو شمېر راستنېدونکي چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د سلامت شبکې له لوري يې په وړيا ډول درمنله وشوه او د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لوري ور ته حقوقي مشورې وکړل شوې او هر کس ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه هم ووېشل شوه.