لغمان کې ۲۰۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-


د ژغورنې نړيوالې کمېټې له لورې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ  ۲۰۰ کورنيو سره د زمري په ۲۲ مه نغدي مرستې وشوې.
په يادو کورنيو کې مريضان، معتادين او بې سرپناه کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې چې هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.