د پاکستان څخه له (۲۰۰) زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي په (۱۰) مه ( ۲۱۱) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۲۴) کورنۍ، چې ( ۱۵۵) تنه کېږي، همدارنګه (۵۵) تنه د پاکستان د کراچۍ له زندانه خوشې شوي، چې پکې (۲۴) تنه ماشومان دي هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.