بغلان کې پېنځو ښځو ته د خیاطۍ وسایل ورکړل شول

د (UNHCR) دفتر له لورې دبغلان ولایت د مهاجرينو چارو ریاست په همکارۍ (٥) کونډو میرمنو ته د وري په لومړۍ نېټه د خیاطۍ وسایل ورکړل شول.
یادو میرمنو ته د پلخمري ښار په ډنډې غوري سیمه کې د دریو میاشتو لپاره فني زده کړې ورکړل شوې وې، چې د زده کړو په جریان کې هرې میرمنې ته (٤٥٠٠) افغانۍ هم ورکول کېدې.
همدارنګه یادو میرمنو هرې یوې ته یو د خیاطۍ ماشین او د هغه (١١) قلمه اجناس دیادې موسسې له لورې د مهاجرینو چارو ریاست د استازو په شتون ووېشل شول.