جوزجان کې (٤٩) کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-


د (DACAR) موسسې له لورې د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ (٤٩) کورینو سره د سلواغې په (٢٣) مه د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
په یادو مرستو کې (١٩) قلمه روغتيايي مواد شامل ول چې د یادې موسسې له لورې په اړمنو کورنیو ووېشل شول.
د یوبل خبر له مخې د سب استیشن کمپ هغو کورنیو سره چې په خېموکې یې ژوند کاوه د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د ترحم خیریه بنسټ له لورې د پاکو  اوبو یوه زر لېتره ذخیره ولږول شوه.