نیمروز کې بېوزلو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه
د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې د مرغومي په (٢٦)مه (١٦٠) بېوزلو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه. یاده بشري مرسته چې د چین هېواد له لورې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې وه د دغه ولایت د کنګ او دلارام ولسوالیو (١٦٠) کورنیو هرې کورنۍ ته دوه دوه کمپلې او یو یو جمپر ووېشل شول.