ننګرهار کې بېځايه شووکورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٥١٥) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. یادې کورنۍچې دمرستندویه اداروله لورې دننګرهار دمهاجرینوریاست سره په ګډه همغږۍ سروې اودمرستو لپاره مستحقې ګڼل شوې وې دلیندۍ په (٢٤)مه (٣٤٦) کورنیو هرې کورنۍ ته (١٩٥) امریکايي ډالره او(١٦٩) کورنیو ته دژمنیو مرستوپه موخه (٣٧٥) ډالره دمهاجرینو ریاست دمسؤلینو په شتون کې ووېشل شول.