په کابل کې د ځمکې او کورجوړونې لپاره د داخلي بېځايه شوو ملاتړ پروګرام لومړنۍ ناسته وشوه.
د کابل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د غوايي په ۷مه په کابل کې د ځمکې او کورجوړونې لپاره د داخلي بېځايه شوو ملاتړ پروګرام لومړنۍ ناسته د کډوالو وزارت د مرکزي رئسانو، د ولايتونو سکتوري رئسانو او د ملي او نړيوالو همکارو ادارو د رئيسانو په ګډون وکړه.
په لومړي سر کې کې د داخلي بېځايه شوو رئيس د ناستې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د ذکر شوو غړو د همغږۍ او فعاله ګډون څخه يې مننه وکړه او په دې برخه کې د لا همغږۍ غوښتونکی شو، هغه وويل: په کابل کې د بېځايه شوو موضوع يوه اساسي موضوع ده چې بايد ورته رسيده ګي وشوي.
وروسته د کابل ولايت دکډوالو چارو رئيس د برنامې په برخه او د پروژې د اهميت په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل ويې ويل: چې ياده پروژه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان د فعاليتونوڅخه ده، چې ددې برنامې په پلي کولو سره به بېځايه شوو ستونزه چې د ځمکې نه لرل دي حل شي، وروسته د ناستې غړو د سروې په برخه کې بېلابېلې نقطې انتخاب کړې او پرېکړه وشوه.
همدارنګه د کنسرسيوم پنځمه ناسته هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان مطابق د کابل ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه.
په ياده ناسته کې د نامنو سيمو د سروې او دځمکې د وېش لپاره د مستحقو کسانو په ټاکلو کې ستونزې تربحث لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه، چې ژر ترژره د ځمکې دوېش پروسه نهايي شي او لست يې اړونده ادارو ته ولېږل شي.