کندز کې ۵۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې

anwari_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کندز ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۵۴۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د خان آباد ولسوالۍ او کندز ښار څخه امن سيموته بېځايه شوې وې د وږي په ۷ مه او ۸ مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.

د ويلوده چې په راتلونکو ورځوکې به يادو کورنيوسره د سروې وروسته دغير خوراکي موادو مرستې ترسره شي.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ