بدخشان کې بېځايه شوو سره نغدی مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بدخشان ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ۱۰ بېځايه شوو سره نغدی مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۱۵مه هريو ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.