د مهاجرینو چارو وزیر د لغمان له مرستیال والي سره وکتل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لغمان له مرستیال والي ښاغلي حافظ انځیرګل عبدالله سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې له ښاغلي عبدالله سره د لغمان څو تنو سیمه ییزو مسوولینو هم حضور درلود، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او اړمنو ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
نوموړي لغمان ته د ورستنو شویو د ژوند وضعیت په اړه معلومات او وروستي جزییات شریک کړل او تر دې مهاله یې له اړمنو کورنیو سره د شویو مرستو د کچې او نورو اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
هغه په لغمان کې د راستنو شویو لپاره د مناسبو خدمتونو د چمتو کولو په اړه د ځينو وړاندیزونو شریکولو تر څنګ په یاد ولایت کې راستنو شویو ته د خوراکي توکو او لنډمهاله سرپناه چمتو کولو غوښتنه هم وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې یاد وزارت به د همکارو بنسټونو په مرسته ډېر ژر په یوولسو ولایتونو کې د ژمنیو جامو او توکو د وېش لړۍ پيل کړي او په تېرو څو اوونیو کې زرګونو کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي او دا لړۍ دوام لري.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې په لغمان کې به د راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له اړوندو ادارو سره همغږي وشي او د لنډمهاله سرپناه لپاره به دغه ولایت ته خېمې ولیږل شي. د ناستې په پای کې شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې پر لارو چارو خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د لغمان له مرستیال والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لغمان له مرستیال والي ښاغلي حافظ انځیرګل عبدالله سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې له ښاغلي عبدالله سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۳۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لېږل شوي ګډ پلاوي د ترکيې استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکيې په استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي. . .

بېرته خبرونه ته