د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو
ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو کې د روڼتیا، ښو خدمتونو او ستونزو حل په برخه کې د پخواني امر هڅې وستایلې. له نوي امر یې وغوښتل، چې په دنده کې امانتدارۍ، روڼتیا، رښتینولۍ ته پام او د ښو خدمتونو وړاندې کولو هڅې وکړي.
په پای کې پر همغږۍ، د مراجعینو ستونزو ته پر رسېدنې او غوره خدمتونو وړاندې کولو ټینګار وشو.
