د دایکندي د مهاجرینو لېږد امریت د مسوولینو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د استازو ترمنځ ناسته وشوه

anwari_morr

تېره ورځ د دایکندي مهاجرینو چارو لېږد امریت د مسوولینو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د استازې اغلې سارا ترمنځ ناسته وشوه.
په ناسته کې د کډوالو ښارګوټي کې د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت، شته ستونزې، بنسټيزو اړتیاوو ته د رسېدنې تګلارې، د وړ سرپناوو کموالی، خوراکي او غیرخوراکي توکو ته د ځینو کورنیو نه لاس رسی او د اوبو رسولو سیسټم ستونزې وارزول شوې.
همدارنګه د راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو پر اړتیاوو پېژندلو، له همکارو موسسو او ډونرونو سره د ستونزو شریکولو، سرپناه لپاره د همکارۍ جلبولو، خوراکي او غیرخوراکي توکو، د اوبو رسولو وړ سیسټم جوړولو او د یاد امریت او مرستندویو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټينګار وشو.