کډوالو چارو وزير د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو  ځانګړي استازي له مرستيال سره وليدل

sadam_morr
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۰ - ۱۷:۳۵
ملاقات

دغه ليدنه د تېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په۸ مه په ياد وزارت کې داخلي بېځايه شوو ته د ځواب ويلو د ګډې کړنلارې دلاسليک په څنډه کې ترسره شوه، چې پکې د بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې پرڅرنګوالي او په کوربه هېوادونوکې په ځانګړې توګه په ترکيې کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې اترې وشوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي وويل، چې د ډالرو په مقابل کې د ايراني پيسو د ارزښت راټېټېدل ددې لامل شوي چې په هغه هېواد کې مېشت افغان کډوال افغانستان ته راستانه شي او ياهم ترکيې او اروپاته کډوال شي.

 هغه زياته کړه، چې په ترکيې کې دکډوالو اوپه ځانګړې توګه دهغو کسانو چې په غيرې قانوني توګه دغه هېواد ته داخليږي پروړاندې يې ډېرې ستونزې موجودې دي. دکډوالو چارو وزارت دغې ستونزو ته د رسېدو او هلته د کډوالو مديريت په موخه څلور ځلې په لوړه او تخنيکي کچه دهغه هېواد د چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

دهغه په خبره هغه خلک چې په خپله خوښه له اسنادو سره  له  ترکيې هېواد څخه افغانستان ته راستنېږي د راستنېدنې اسناد يې لاسليک کېږي.    

 ښاغلي بلخي وويل،چې له کوربه هېوادونو څخه په جبري توګه دکډوالو ويستل له افغانستان پروضعيت ناوړه اغېز لري، شونې ده چې دغه کسان د وسله والو ډلو سره يوځای شي، هغه په همدې موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو  ځانګړي استازي له مرستيال څخه وغوښتل، چې ددغې ادارې له ادرسه په ترکيې کې دافغان کډوالو دمديريت په موخه دترکيې له چارواکو سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرسيتال ښاغلي توبي لنذر ژمنه وکړه، چې په کابل کې  دترکيې له سفير سره  به خبرې وکړي ترڅو د افغانستان پيغام د ترکيې چارواکو ته ورسوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته