په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو ریاستونو د استازو له لوري د لڼدمهاله مېشتېدنې کمېټې د مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوه او په فعالیت یې پیل وکړ.
د ستونزو حل عالي کمېسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټې استازي د یادې برخې د پرانیستنې او فعالولو له امله د وزارت د مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد او د یادې کمېټې رییس له هڅو او د مخابراتو وزارت استازو له همکاریو مننه وکړه.
وروسته د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست استازي ځايي مسوولینو ته د سیسټم کارونې او معلوماتو ثبتونې څرنګوالي په اړه لازمې زده‌کړې ورکړې.
د مهاجرینو چارو وزارت دغه کړنه د راستنو شویو وضعیت ښه‌والي لپاره مثبت ګام ګڼي او ژمن دی، چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ به راستنو شویو او کډوالو ته ښه امکانات او غوره خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۱۴:۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او. . .

بېرته خبرونه ته