په مهاجرینو وزارت کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ترسره شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۵
ـــ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي رییسانو، امرینو او مدیرانو ته د کنفرانسونو په تالار کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ورکړل شو.
پیل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ امر عبدالمحفوظ عظیمي دغه سیسټم معرفي کړ او ویې ویل: یاد سیسټم به په راتلونکي کې د دغه وزارت دویمو واحدونو ته په ۳۴ ولایتونو کې فعال شي، تر څو راپورونه ژر او په دقیقه توګه راولېږي.
وروسته د وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د موضوع د اهمیت په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ټېکنالوجۍ په پرمختګ سره د تېر په پرتله کارونه اسان شوي او د ځنډ مخنیوی شوی دی.
نوموړي په یوه اداره کې د یاد سیسټم پرانیستل اغېزمن وګڼل او څرګنده یې کړه، چې زموږ مسوولیت خلکو ته خدمت کول دي، په راتلونکي کې باید د دې سیسټم په وسیله دویمو واحدونو کې ستونزې هوارې او هڅه وشي، چې ښه ګټه ترې پورته شي.
په همدې حال کې د ډیټابیس او پلان امرینو له لوري د یوه پرزینټېشن له لارې په معیاري توګه د پلان جوړونې، راپور ورکونې اهمیت او ګټې تشریح شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د روڼتیا زیاتوالي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او نړۍوالې ادارې د همکارو بنسټونو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کوربه‌توب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د نړۍوالې. . .

بېرته خبرونه ته