هرات کې د ورستۍ زلزلې له امله زرګونه تنه شهيدان او زخميان شوي

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۲:۴۶
-

د هغه زلزلې له امله چې د تلې په ۱۵مه په هرات ولايت کې شوې وه، شاوخوا ۲ زره تنه شهيدان او ۹ زره تنه يې زخميان کړي.
د مهاجرينو چارو وزارت د دايمي حل لارو رياست د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې ليکي، چې د تېرې ورځې زلزلې له امله تر ټولو زيات مالي او ځاني زيانونو  په نايب رافع، سياه آب ودګ های، کرنيل، سربلند، تشکک، چاهک، سنجاب سيمو او زنده جان او غوريان ولسواليو کې اړولي دي.
په راپور کې، راغلي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې شاوخوا ۲ زره تنه شهيدان او ۹ زره تنه د زلزلې له امله زخميان شوي اوسمهال د هرات ولايت د والي په مشرۍ د ژغورنې او پلټنې عمليات او هڅې رواني دي او د شمېرو د ډېروالي امکان شته.
د زخميانو د وضعيت په اړه ويل شوي، چې د دغه ولايت په روغتون کې د زياترو زخمانو حالت د اندېښنې وړ دی.
همدارنګه په راپور کې د کورونو د ويجاړېدو په اړه راغلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په ټوله کې ۱۳ زره د اوسېدو کورونه تخريب شوي او د زيانمنو شوو کورنيو سروې دوام لري.
سرچينې زياتوي، چې اوسمهال د بېځايه شوو کره شمېرې نه شي معلومولی او د لومړينو معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۰ سلنه د هرات اوسېدونکي د زلزلې د احمتال له امله له خپل کورونو وتلي دي. 
په راپور کې راغلي، چې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې چې تر اوسه پورې په بادغيس ولايت کې د زلزلې د مالي او ځاني زيانونو په اړه راپور نه دی را لېږل شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د كډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او مخورو روحاني بابا ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو د وضعیت او مېشتېدو په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
دغو مخورو وویل، چې راستانه شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره وکتل.

آغلې ميهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې د مالي سرچینو د کمښت سربـــېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
ن. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .

بېرته خبرونه ته