د کډوالو چارو وزير: د بېځايه شوو ملي پالېسۍ تطبيق کول د بوديجې دکمښت له امله ناکامه شو

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۱/۳۱ - ۱۱:۱۳
تطبیق پالیسی ملی بیجاشدگان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير  دغه څرګندونې په کابل کې د بېځايه شوو دملي پالېسۍ دعملي کولو په موخه جوړشوي کنفرانس کې  وکړې.

په ولايتونوکې د بېځايه شوو دملي پالېسۍ دعملي کولو په موخه د دوو ورځو،   دوري په  ۲۸ او ۲۹مه نېټه له پالېسۍ تر عمله نامه لاندې د کډوالو چار وزرات او (WHH) له لورې يو کنفرانس او ورکشاپ جوړ شوی و، چې په کې د ياد وزارت مرکزي او محلي رئيسانو شتون درلود دملي بېځايه شوودپالېسۍ د تطبيق پرڅرنګوالي او عملي کولو خبرې اترې وشوې.

دکډوالو چارو وزير په دغه کنفرانس کې په خپلو خبروکې وويل، د بېړنۍ رسېدنې، دبېځايه شوو ځای پرځای کېدنې، اصلي سيموته دهغوی د ستنېدنې، په ولايتونو کې د بېځايه شوو دملي پالېسۍ دتطبيق لپاره دځانګړې بوديجې نه شتون او بېځايه شوو ته د رسېدنې په برخه کې د اړ  ونده دولتي ادارو دبوديجې کمښت ددې لامل شوی چې دبېځايه شوو ملي پالېسي په بشپړه توګه  نه ده پلي شوې او په دغه برخه کې ستونزو په خپل ځای پاتې دي.  

د بېځايه شوو دملي پالېسۍ پراساس هره  اداره بايد بېخايه شوو ته درسېدنې په موخه يو ځانګړی بوديجوي کوډ ولري، چې د کډوالو چارو وزارت  په هڅو او پرلپسې ناستوسره سره تر اوسه هم دولتي ادارو دغه ځانګړی بوديجوي کوډ نه دی جوړ کړی.

هغه زياته کړه  کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې د ياد وزارت له هڅو وروسته په روان کال کې د حکومت له لورې دبېځايه شوو نوې ځای پرځای کېدنې او بېړنيو مرستو په موخه   ۲۰ ميليونه افغانۍ نظر کې نيول شوي، چې دغه اندازه په ټول هېواد کې د ۲ ميليونو بېځايه شوو لپاره بسنه نه کوي، هغه هيله وښوده، چې په کوډ کې د ۲۷۰ ميليونو افغانيو په ځانګړي کولوسره به د بېځايه شو يو څه ستونزې حل شي.

په همدې حال کې دکډوالو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار وويل، ياد وزارت په پام کې لري چې په روان کال کې د ۸ ولايتونو لپاره د بېځايه شوود ملي پالېسۍ دتطبيق پلان جوړ کړي او له دغه جوړ شوي پلان څخه به په دريو ولايتو نوکې ملاتړ وکړي.

دکډوالو چارو وزارت هڅې په روان کال کې په خپله خوښه اصلي سيموته دبېځايه شوو پر راستنېدنه متمرکزې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

بېرته خبرونه ته