د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او د شاګردانو شمېر یې ډېر شوی دی.
دغه راز د هسکې مېنې حاضرو مخورو او مشرانو د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د هسکې مېنې د ولسونو ګڼو وړاندیزونو ته د محترم مولوي عبدالکبیر په هڅو رسیدنه شوې ده.
حاضرو مشرانو د راستنو شویو کورنیو د ځينو وړاندېزونو شریکولو پر مهال یادونه وکړه، چې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې کډوالو ته د ځانګړي شوی ښارګوټي پر ځمکه دې بیا کتنه وشي او ولس په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اوس مهال افغان ولس ته خدمت، د اسلامي امارت لوی مسوولیت دی او له هر ممکنې لارې د ولس د ښه ژوند لپاره هڅې کېږي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د کډوالو ښارګوټي ځانګړي شرایط لري او نوې سیمې به ورسره ابادې او پراختیا ومومي.
محترم مولوي عبدالکبیر د هسکې مېنې د ولسونو وړاندېزونه مهم وبلل او څرګنده یې کړه، چې د شرعي اصولو په رڼا کې د خلکو غوښتنو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
